نړۍ

ديمن جمهوررييس قدرت سپاري

 ديمن جمهور رييس علي عبدالله صالح دقدرت دسپارلو موافقه ليک لاسليک کړ.

دباختر اطلاعاتي اژانس دسعودي عربستان درسينو له خولي خبرراکړ.

ددغه موافقه ليک له مخې علي عبدالله صالح قدرت خپل مرستيال ته سپاري. او وروسته به  دجمهوري رياست انتخابات ترسره شي .

دغه موافقه ليک تير ماښام دسعودي عربستان په پايتخت رياض کې دفارس خليج دهمکاريو دشورا دهيوادونو دهڅو له امله لاسليک شو.

دملګروملتو دسازمان سرمنشي بان کې مون دقدرت دليږ دونې دموافقه ليک له لاسليک  وروسته وويل  علي عبدالله صالح ددرملنې په مقصد نيويارک ته سفر وکړي.

علي عبدالله صالح درې مياشتې مخکې ديوهاوان دچري دلگيدو له امله په سرکې ټپي شوي .

په يمن کې دعربو دازادي پسرلۍ نهه مياشتې مخکې پيل شوي دي چې له امله يې دمظاهره  کوونکو ، دشيخ احمردپلويانو او ددولتي  ځواکونو ترمنځ په نښتو کې زرگونو تنو ته مرګ  ژوبله اوښتې ده.

نهه شپيته کلن علي عبدالله صالح چې درې لسيزه يې په يمن کې واکمني وکړه څو ځلې يې ژمنه کړې وه چې قدرت ليږدوي  خو په وروستيو لسيزو کې دقدرت له ليږدونې څخه ډډه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته