کابل باختر د ليندي يوولسمه :
په کونړ ولايت کې دداعش دډلې درې تنه غړي او يو وسله وال طالب ونيول شول . په دغو ډار اچوونکو نن سهار هغه وخت بريد وشو چې دماڼوګي ولسوالۍ په ځينو برخو کې په دار اچوونکو فعاليتونوبوخت و چې پرې ډزې وشوې او ونيول شول .
دسيلاب قول اردو يو جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې دپوځيانو په دغه بريد کې دداعش دډلې درې تنه غړي او يو وسله وال طالب ونيول شول .
له نيول شويو کسانوڅخه يوه اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي . ختم _ شکريه _ اکرم