ټولنه

په جلال اباد ښار کې دڅو پرمختيايي پروژو کار پيل شول .

کابل دچنکاښ ٥مه / باختر :
دننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې نن  دڅو پرمختيايي پروژو دجوړولو کار پيل شول .
په دغو پروژو کې دفرعي واټونو او ويالو پخول او دسيند تر څنګ داستنادي ديوال جوړول شامل دي .
دجلال اباد ښاروال  روح الامين حسن  باختراژانس ته وويل چې دغه پروژې دولسي تړون  دپروګرام له خوا  د ١٢ ميليونو افغانيو په لګښت تطبيقېږي .
ددغو پروژو په جوړولو سره دجلال اباد ښار ددريمې ناحيې درې زره کورنى ګټه اخلي .
ټاکل شوې ده ددغو پروژو دجوړولو کار ترشپږومياشتو پورې بشپړ شي .
ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته