کابل باختر د غبرګولي دمياشتې ١٧:
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په کابل کې د آذربايجان له سفير سره په کتنه کې د داړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د بهرنيو چارو وزيرصلاح الدين رباني نن له وحدت سلطان زاده سره چې د افغانستان لپاره د آذربايجان جمهوريت د نا استوګن سفير په توګه د خپل باور ليک د وړاندې کولو په مقصدکابل ته راغلى دى، د دواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ.
په کابل کې د آذربايجان نا استوګن سفير په خپل وار په بېلابېلو برخوکې د دواړو هېوادونوترمنځ د اړيکو د پراختيا لپاره څو زمينو ته په پاملرنې سره په بېلابېلو برخو کې د همکاريو د پراختيا په مقصد د دواړو هېوادونو ترمنځ د هيتونو تګ راتګ ګټور وباله.
2 1 دقیقه لوستل