سیاست

دپاکستان جمهوررييس او صدراعظم په پکتيکا کې ځانمرګى بريد وغانده

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٣:
دپاکستان جمهوررييس  او صدراعظم په پکتيکا کې ځانمرګى بريد وغانده
دهغې اعلاميې له مخې  چې په کابل کې  دپاکستان داسلامي جمهوريت دسفارت له خوا باخترآژانس ته  رسيدلې ده ويل شوي دي  دپاکستان جمهور رييس  ممنون حسين  او ددغه هېواد صدراعظم محمد نوازشريف  دپکتيکا ولايت  په يحيى خيلو ولسوالۍ کې په ورزشکارانو او دورزش په مينه والو  ځانمرګى بريد په کلکه  وغانده او ويې ويل  چې تروريزم   ددواړو هېوادونو  ګډ دښمن دى  او لازمه ده چې دواړه هېوادونه په ګډه په دې لاره کې مبارزه وکړي .
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې دوى  دافغانستان حکومت او خلکو او دغه راز زيانمنو شويو کورنيو ته  دډاډ ګيرنې مراتب څرګندوي او دلوى  خداى  ج  له دربار څخه ددغې پيښې دټپيانو   دبيا روغتيا هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته