ورزش

ديونايتدسادات او داردو دفوټبال دټيمونو لوبه برابره پاى ته ورسيده

دکابل ښار  دفوټبال دالف ګروپ  سياليو پرون مازيګر ديونايتد سادات او داردو دټيمونو په لوبي سره دوام وموند.

دهيواد دفوټبال فدراسيون درسنيو مسوول احمدشاه ساير دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل په  دې سيالۍ کې  دواړو ټيمونو لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله .

دغه سيالۍ ديوولسو ټيمونو ترمنځ په کابل ښارکې پيل شوي دي چې ټاکل شوې ده نن درسنيو او  اميد بلخي ټيمونه لوبه وکړې .

داحمدشاه ساير دڅرگندونوله مخې تراوسه پورې دکابل دځوانانو ټيم دشپږويشتو امتيازونو په لرلو سره په لومړۍ مقام کې او ديونايتدسادات او دپيام ټيمونه دشلواواولسو امتيازونوپه لرلو سره په دويم اودريم مقامونو کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته