کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين اوسرپرست حکمت خليل کرزي پرون په کابل کې د اروپا داتحاديې دسفير فرانز مايکل ميليبند په ګډون داروپا داتحاديې له هيئت سره دبهرنيو چارو وزارت په مقر کې وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې دواړو لورو په افغانستان کې دسولې اوثبات دتامينولو او ټينګښت ، دسولې دبهير او له حزب اسلامي سره دلاسليک شوي موافقه ليک له پاکستان څخه دافغان مهاجرينو دراستنولو ، له طالبانو سره دسولې دخبرو ، له سيمه ئيزې بنسټ پالنې او له نړيوال تروريزم سره د مبارزې ، دسترو اقتصادي پروګرامونو دبشپړولو په برخو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دوروستيو پرمختګونو ، دمنځني اسيا له هېوادونو سره دافغانستان دسياسي او اقتصادي اړيکو دپياوړتيا او په تيره بيا په اقتصادي او تجارتي برخو کې د ترکمنستان او ازبکستان درول او دافغانستان په باب دبروکسل کنفرانس دتصميمونو د نتيجو په باب هراړخيزې خبرې وکړې .
0 1 دقیقه لوستل