خبرونهفرهنګ

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ونمانځله

کابل/ د کب ٢مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعينيت د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ونمانځله.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين د مورنۍ ژبې په نمانځغونډه کې ژبه د افهام او تفميم وسيله وبلله.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين مولوي سعد الدين سعيد وويل چې موږ بايد د الله (ج) شکر ادا کړو چې موږ ته يې ژبه راکړې، د ژبې پر مټ د الله ج عبادت کوو، نو اړینه ده چې زموږ له ژبې هېڅوک زیانمن نه شي.
هغه وويل چې ژبه په ټولنه کې د افهام او تفهيم وسيله ده او بايد د ټولو مروجو ژبو درناوى وشي او د بډاینې لپاره یې هڅې وشي.
په همدې حال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي څيړنپوه محي الدين هاشمي وويل: په يوه ټولنه کې مورنۍ ژبه مهم او ځانګړى ارزښت لري او الله ج انسان ته د هغه د ژبې په خاطر لوړتيا ورکړې ده چې د ژبې پر مټ د الله ج ياد او عبادت کوي.
هغه وويل: ژبه هغه وسيله ده چې فرهنګ ، تمدن او افکار له يو نسل څخه بل نسل ته لېږدوي.
په خبره یې په افغانستان کې بېلابېلې ژبې مروجې دي او بايد د ټولو ژبو د ودې او پرمختګ لپاره کار وشي او د ټولو ژبو د پياوړتيا لپاره امکانات برابرشي.
په ورته وخت کې د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب سرمولف سليمان سرنا نورستاني وويل چې بايد ټولې ژبې پياوړې شي او بايد هيڅ يوه ژبه د بلې ژبې پر وړاندې ونه درول شي، په يو هېواد کې د ژبو زياتوالى د تنوع سبب دى او بايد د هېواد د ټولو مروجو ژبو ودې او پراختيا لپاره هلې ځلې وشي.
هغه وويل: د پوهنې تعليمي نصاب بايد په سيمه ييزو ژبو چاپ شي او د زده کوونکو په واک کې ورکړل شي.
په دې غونډه کې فرهنګي کار پوه نعمت الله سافي او اسدالله پوياش هم د مورنۍ ژبې د تاريخچې او ارزښت په اړه خبرې وکړې.
بايد وويل شي چې د فبرورۍ ٢١ مه د ملګرو ملتو د روزنيز او فرهنګي علمي سازمان يونسکو له لوري د مورنۍ ژبې د ورځې په نامه نومول شوې ده چې دغه ورځ هرکال نمانځل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته