کابل باخترد جوزا دمياشتې ٩ :
يوه ډله وسله وال کسان تيره شپه دکابل ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتوکې ونيول شول.
دملي امنيت د ادارې يوه خبرځاى وويل: دغې اووه کسيزې ډلې غوښتل چې نن دکابل ښار په ځينو سيموکې په ډله ييز بريد لاس پورې کړي.
ټاکل شوې ده مسوولين د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د دغې پيښې جزئيات بيان کړي.
دغه ډله ټيک يوه اوونۍ له هغه وروسته ونيول شوه چې د تيرې پنجشنبې په ورځ يوې ډلې يرغلګروپه کابل کې د مهاجرت د نړيوال سازمان په دفتر بريدوکړ.
0 د یوې دقیقې څخه لږ