اقتصاد

تبصره

کابل باختردچنګاښ شپاړلسمه
لويې لارې دهيواد داقتصادي  بنسټونو په توګه امنيت او دقيق مديريت ته اړتيا لري اوخلک غواړي  چې په دې لاره کې امنيتي پروګرام وقفوي او ژر تيريدونکى  نه وي .
دباختراژانس مبصر ليکي : په افغانستان کې ترانسپورتي او ترانزيتي ستونزه خپلې ناخوالې لري اوموږ په وار وار دهيواد په لويو لارو په تيره بيا دجنوب او لويديځ په لاره کې  دزړه بوږنوونکو  پيښو شاهدان و .
ډير اصلي او ډير اساسي مورد چې مسافران دهيواد په ځينو لويو لارو کې ځوروي او دليږدونې بهير ته زيان رسوي دامنيت نشتوالي دى او کابل ته څيرمه  وروستۍ اورلګيدنه چې له امله يې په تيلو بار په لسګونو ټانکرونه ويجاړ شول په جنوب لويديځه لاره کې دناامنۍ زيږنده ده، په تيلو  بار په لسګونو ټانکرونه دامنيت دنشتوالي په دليل دکابل په ارغندي کې درول شوي و چې په يو مناسب  فرصت کې دهيواد دجنوب لويديځ په لور خپله لاره  پرانيزي ، خو يو ورانکار پروګرام په سيمه کې د پراخې اورلګيدنې سبب شو او په تيلو بار په لسګونو ټانکرونه يې ويجاړ کړل ، په جنوب لويديځه لاره کې په تيلو بار ټانکرونو دويجاړتيا او سوځيدنې مسئله ، دتجارتي مالونو لوټيدل شوکماري ، په حکومت باندې داړوندو کسانو وژنه ، انسان تښتونه ، په غير  قانوني ډول دپيسو اخستل اوباج اخستل په جنوب لويديځه لاره کې کومه نوې خبره نه ده، بلکې په دې لاره کې  دغه شان ستونزې ژورې جرړې لري او دغه لاره يې دمرګ دلارې په توګه  معرفي کړې ده.
  دارغندې  له پيښې  مخکې دبار وړونکو اومسافر وړونکو وسايطو يو شمير چلوونکو چې په جنوب لويديځه لاره کې تګ  راتګ کوي په مظاهره  لاس پورې کړ او په دې لار ه کې يې دامنيت دتامينولو غوښتنه کړې وه .
  که چيرې  په دې لاره دامنيت او دوسايطودخوندي  تګ راتګ  دتضمين خبره واى ددې اړتيا نه احساسيده .چې په نفتي توکو بار په لسګونو ټانکرونه کابل ته  څيرمه ودريږي  او په پاى کې  ديوې ورانکارې پيښې ښکار شي .
دسياسي  کارپوهانو په باور يوشمير عوامل يوځاى شوي  دي او دهيواد په جنوب  لويديځه لاره کې يې امنيت ګډوډ کړى دى .
  په لومړي ګام کې  دطالبانو په ډلې پورې داړوندو وسله والو کسانو شتون په دې لاره کې دتګ راتګ خونديتوب اخستى دى .
  په دې ترڅ کې دفرصت غوښتوونکو کسانو شتون چې په بيلابيلو نومونو او عنوانونو يې ځان ته په دې لويه لاره کې ځاى ورکړى دى .
دغه راز دامنيتي شرکتونو ړنګيدو په دغې لارې خپله اغيزه کړې ده .
ديو شمير دغو شرکتونو خاوندانو چې په غير قانوني فعاليتونو بوخت و ، اوس خپل غير قانوني عوايد له لاسه وتلي بولي .
دوى هلې ځلې کوي چې له خپل امکان  څخه استفاده وکړي چې جنوب لويديځه لاره او دهيواد نورې لارې  ناامنې وښي ، او په اصطلاح  امنيتي کمزورتيا  خلکو اوحکومتي  مسوولينو ته متوجه  کړي چې په خپله  بيا څرګند شي او دپخوا په شان خوله وازه کړي او پيسې راټولې کړي .
سره له دې چې هغه مسافران او موټر چلوونکي چې دجنوب لويديځې لارې  په ګډون دهيواد په لويو لارو کې  تګ راتګ کوي دامنيتي ځواکونو دفعاليت او تحرک  په نسبت مثبتې نظريې لري ، خو دخلکو هيله دهغو ټولو عواملو له منځه  وړل دي چې په دې لاره کې د بي ثباتي سبب شوي دي، هغه عوامل چې بايد امنيتي مسوولين  په تيره بيا دکورنيو چارو وزارت  مسوولين سترګې پرې پټې نه کړي .
يواځې  دامنيتي ځواکونو زياتوالي نه  شي کولاي دستونزې غوټه خلاصه کړي  بلکې دقيق استخبارتي اوکشفي کار، قوي مديريت او دهغو خلکو دهمکاري جلبول چې لويو لارو ته څيرمه  ژوند کوي او له قانون ماتوونکو سره غوڅ چلند کولاي شي .
په لويو لارو کې ستونزې کمې کړي، په دې وروستيو وختو کې دکتارونو دامنيت او دلويو لارو دامنيت مسئله دکورنيو چارو وزارت دمسوولينو په غونډه کې وڅيړل  شوه ، هيله ده چې هغوى ددغې مسئلې  په نسبت په غور او دقت سره چلند وکړي او نيول شوي تدبيرونه لنډ مهال نه وي .
بايد ومنو چې دلويو لارو امنيت دوامدارو تدبيرونو اوکړنو ته اړتيا لري که نه دارغندي  پيښه او نورې  ورته  پيښې به په وار  وار  تکرار شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته