سیاست

دډاډګيرنې پيغام

-کابلباختر د لړم د مياشتې١٣
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رییس محمداشرف غني د تسلیت پیغام
په خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د شهید سردار محمد داوود خان روغتون یو سابقه داره ډاکتر، پروفیسر لعل پادشاه ژوندون د  ورپیښې ناروغۍ له کبله د درې اتیا کلونو په عمر وفات شو.
انا لله و انا الیه راجعون
پروفیسر ډاکتر لعل پادشاه ژوندون چې د طب یو تکړه متخصص و، په لسګونو کلونو د طبابت له لارې د افغانستان د  خلکو او ملي اردو خدمت وکړ. د ده مړینه یوه ضایعه ده.
د ډاکتر ژوندون د وفات په مناسبت د ده کورنۍ، خپلوانو، همکارانو او د کندز ولایت خلکو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې جنتونه په نصیب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته