ټولنه

دفوايد عامې وزارت په قراردادونو کې دپنځلسو ملياردو افغانيو سپما شوې ده

کابل باختر د غبرګولي دريمه :
  دفوايد عامې په وزارت کې مقامات وايي چې په دقيقه توګه  په پروګرام  جوړولو سره په دې بريالي شوي دي چې دبنسټيزوقراردادونو له پلوه پنځلس مليارده افغانۍ سپما کړي .
دفوايد عامې وزير محمد بليغ د اداري فساد پرخلاف دمبارزې په برخه کې تر خپلې ادارې لاندې بنسټونو دبرياليتوبونو دوړاندې کولو په غونډه کې وويل : په تيرو کلونو کې دسړکونو دجوړولو بيې ډيرې لوړې وې   خو ددوى دهڅو او هاند له امله اوس د سړکونو دجوړولو په لګښت کې کمښت راغلى دى .
بليغ زياته کړه چې په تيرکال کې پنځلس  مليارده افغانۍ سپما شوي دي چې دغه پيسې  دفيض اباد_ بهارک ، بهارک اشکاشم  ، دره صوف _ يکاولنګ او دقيصار ، لامان دسړکونو دقراردادونو په لاس ليک کولو کې او دوه سوه اتيا مليونه ډالره دفيض اباد _  بهارک پروژې په اضافه کاري کې سپما شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دغو برخو کې دسړک جوړولو او دنړيوالو تمويلوونکو دپانکونو له امله رامنځته شوي عوايد به دسړکونو په وجهي صندوق کې راټول او دسړک جوړولوپه  برخه کې به ولګول شي .
ده زياته کړه چې دام -اس  سيستم چې دپروژو  لپاره نوې مديريتي وسيله ده هم په دغه وزارت کې جوړ شوى دى چې له دغه سيستم څخه به په اوس وخت کې دپروژو دمديريت په برخه کې  استفاده وشي او په راتلونکي  پړاو کې به دوزارت ټولې چارې ددغه سيستم  په کار کې  شامل شي او له دغه سيستم څخه استفاده له فساد سره په مبارزه کې اغيزمنه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته