سیاست

د انجنیر محمدخان پېغام

کابل_باختر د لړم د مياشتې١٦مه
د شمشاد نړیوال ټلویزیون پر وادانۍ د ترهګریز برید په اړه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجنیرمحمدخان پېغام
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه ګړ چې د هېواد او ولس دښمنانو د شمشاد نړیوال ټلویزیون پر ودانۍ ډله ییز برید کړی او یو شمېر کارکوونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
پر آزادو رسنیو برید د ټولو اصولو او قوانیونو خلاف عمل دی؛ د هېواد، ولس، د بیان د آزادۍ او ولسواکۍ دښمنان غواړي په دې توګه د حق غږونه چپ او په خلکو کې خپل وحشت خپور کړي.
دا او دې ته ورته ډارن بریدونه د ترهګرو د جنګ په میدان کې د ناکامۍ یو ښکاره بیلګه ده چې غواړي د عامه ځایونو او خلکو په نښه کولو او د تبلیغاتو له لارې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
دغه ډول ترهګریز او ناځوانمردانه بریدونه چې افغانانو ته پکې زیان رسېږي، په کلکو ټکو غندم او له الله تعالی څخه د پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت ، ټپیانو ته یې د روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبرهيله کوم.# پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته