ټولنه

له سيلاو ځپلوکورنيو سره مرسته وشوه

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١
په کاپيسا ولايت کې نن اووه څلويښتوکورنۍ له نغدي او له غير خوراکي مرستو څخه ګټه واخسته.
دغه مرستې د دغه ولايت له پيښو سره د مبارزې د تيارى د ادارې له خوا د مرستندويو موسسو په مالي همکارۍ ترسره شوې دي.
دکاپيسا ولايت له پيښو سره دمبارزې د تيارى د ادارې رييس احمد جاويد ملکيار دباختر آژانس خبريال ته وويل: په اووه څلويښتوکورنيو چې د دغه ولايت په مرکز محمود راقي ښارکې د وروستيو سيلاوونو له امله زيانمن شوي وې او د استوګنې کورونه يې يو څه ويجاړ شوي و؛ د آى آر سي ، ډبليو اف پي او مرستندويو موسسو د همغږۍ د موسسې له خوا نغدي پيسې او غير خوراکي توکي وويشل شول .
ويل کيږي په هرې کورنۍ اته زره افغانۍ نغدي پيسې، درې شړي، دپخلنځي يو سيټ لوښي او يوه انډې روغتيايي مرستې وويشل شو.
ملکيار زياته کړه: په پام کې ده چې دغه شان مرستې ددغه ولايت له نورور مصيبت ځپلو کورنيو سره هم وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته