نړۍ

په شمالى وزيرستان کې دبې پيلوټه الوتکى دبريدله امله شپږتنه ووژل شول

ميرام شاه دباخترآژانس دوږى يوو لسم
دشمالى وزيرستان په قبايلى سيمى دبې پيلوټه امريکايي الوتکى په بريد کې نن څه ناڅه شپږ تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
له سيمه يزو مامورينو دڅرګندونو له مخې : بې پيلوټه امريکايي الوتکى په شمالى وزيرستان کې په يو کور بريد وکړ چې له امله يې شپږ تنه ووژل شول.
دغه بريد دشمالى وزيرستان په ديګان سيمه کې چې دالقاعده اودطالبانو اډه بلل کېږي شوى دى .
ديو سيمه يز امنيتي مامور دڅرګندونو له مخې په دې بريد کې څلور توغندى په يو کور توغول شوى دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته