امنیت

په پروان کې د نوماندانو د انتخاباتي مبارزو د امنيت د تامينولولپاره ټينګار وشو

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٩
د پروان د امنيې قوماندانۍ پوليسو ددغه ولايت په کچه د جمهوري رياست د نوماندانو د انتخاباتي مبارزو د بهير د امنيت د تامينولو په خاطر لازمې امنيتي تياري نيولي دي.
دپروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ باختر آژانس ته وويل: دپوليسو ځواکونو هوډمن دي دکورنيو چارو وزارت دکاري طرز العمل له مخې دکانديدانو دانتخاباتي مبآرزو د امنيت دتامينولو په مقصدامنيتي تدبيرونه ونيسي.
په همدې مقصد د رهبري هيئت امنيتي غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې چې د ولسواليو د امنيه قوماندانو، د ملي پوليسو د امنيتي حوزو د آمرانو او د پوليسو دکشفي ارګانونو د مسولينو په ګډون د پروان ولايت په امنيه قوماندانۍ کې  جوړ شوه؛ دپروان د امنيتي حالاتو په باب خبرې وشوې او د جمهوري رياست د کانديدانو د انتخابآتي مبارزو د امنيت په تامينولوکې يې د پوليسو مسووليتونه بيان کړى  شول.
د پروان ولايت امنيه قوماندان د غونډې برخه والوته لارښوونه وکړه چې د امنيتي حالت دښۀ والى په لاره کې هلې ځلې وکړي چې دجمهوري رياست نوماندان وکولاى شي خپلې انتخاباتي مبارزې د پروان ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليوکې په ښه ډول ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته