خبرونهټولنه

د کابل په سرای شمالي کې د ښاري ښکلا یو سمبول جوړ شو

کابل، د مرغومې ۱۸مه، باختر

د کابل ښاروالۍ له لوري د سرای شمالي سیمې په یوه ګلدان کې د ښاري ښکلا یو سمبول او په همدې توګه زرغونه او ښایسته سیمه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال حاجي محمد نبي عثماني د ملټ سټیل د اوسپنې ویلې کولو له شرکت څخه چې، د دې سیمې په ښکلا کې یې برخه اخیستې مننه وکړه او له نورو سوداګرو یې هم وغوښتل چې د ښاري ښکلا په برخه کې همکاري  وکړي.

ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل چې په دغه پروژه کې د ۱۳ مترو په لوړوالي د ښاري ښکلا یو سمبول، تبلیغاتي سکرین، د ګلدان او د اوبو د فوارو جوړول، د چمن کرل، د جدولونو او کټارو نصب او د سیمې د خړوب په موخه، د یوې څاه کېندل شامل دي چې، د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت، د شپږو میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته