امنیت

ديوې کورنۍ څلور تنه غړي دايساف دځواکونوله خوا ونيول شول

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٨ :

دخوست ولايت  دپرمختيايي شورا يو غړى پرون له دريو تنو نورو سره دايساف دځواکونوله خوا ونيول شو.

دخوست ولايت امنيتي مقامات وايې  چې دايساف ځواکونو تيره شپه ددغه ولايت  دنادرشاه کوټ ولسوالۍ   دپرمختيايي شورا يو غړى له دريوتنو نوروسره نيولي دي .

دخوست ولايت  دنادرشاه کوټ ولسوال  جمال ناصر دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دايساف ځواکونو  دعملياتوپه ترسره کولو سره  دنادرشاه کوټ ولسوالۍ دپرمختيايي شورا غړى کپتان له يوه زوي او دوو تنو وريرونو سره يې نيولي اوله ځان سره يي بيولي دي .

دده دڅرگندونوله مخې  دغه عمليات دولسوالۍ له مقاماتوسره  له همغږي پرته ترسره شوي دي .

يوه اړونده خبرځاى وويل کپتان اودده دکورنۍ دريو تنو نورو غړو له وسله والو مخالفينوسره کومي اړيکي نه لري  اوپه دغي ولسوالۍ کې يې له دولتي مرکزونو سره همکارو .

خوپه هغي اعلاميه کې  چې په کابل کې دايساف دځواکونو دمطبوعاتي دفتر له لاري خپره شوې ده ويل شوي دي چې افغان او بهرنيوځواکونو تيره شپه دخوست ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې دطالبانو دډلې يو قوماندان نيولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته