امنیت

ديو امنيتي شرکت شلو تنو کارکوونکو ته مرګ ژوبله واوښته

په فراه ولايت کې نن په يوخصوصي امنيتي شرکت دطالبانو دبريد له امله ددغه شرکت لس تنه کارکوونکې ووژل شول او لس تنه نوريي ټپيان شول.

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبرله مخې دفراه ولايت دبکواه ولسوالۍ په لاره کې وسله والو طالبانو ديو خصوصي امنيتي شرکت دکاروان په وړاندې کمين ونيوه چې له امله يې ددغه شرکت شلوتنو کارکوونکو دته مرګ ژوبله واوښته .

دغه کاروان له فراه ولايت څخه دهرات په لور روان و.

ديوبل خبرله مخې : پنځه تنه وسله وال طالبان دپکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې دناټو دځواکونو په يوې پوستي بريد وکړي .

په دې نښته کې چې سپکي اودرندي وسلې وکارول شوي يو بهرني سرتيري ټپي شو.

په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دبهرنيو ځواکونو يوې الوتکې نن دبګرام هوايي ډگرته څيرمه بيړنۍ ناسته وکړه خودنړيوالو ځواکونو دمسوولينو دڅرگندونوله مخې ددغې الوتکې سپرليو ته زيان نه دي رسيدلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته