ټولنه

دپنجشيرولايت ځينو خلکو دملي پيوستون دپروګرام له آسانتياو څخه ګټه واخيسته

کابل باختردغبرګولي د مياشتې ٤ :
دپنجشيرولايت يوشميرخلکو پرون دملي پيوستون دپروګرام دټولګټو پروژو له آسانتياو څخه ګټه واخيسته.
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت  داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبرورکړ :  د ٢٦ مليونو پنځه سوه زرو افغانيو په لګښت دملي پيوستون دپروګرام د ٢٤ ټولګټو پروژو کار دپنجشير ولايت دشتل ، پريان او دعنابې په ولسواليو کې بشپړ اودخلکو داستفادې وړ وګرځيدې.
په دغو پروژو کې داوبولګولو د کانالونو ، ټولنيزو مرکزونو ، دمحافظوي ديوالونو ، داوبوبريښنا د کوچنيو بندونو او دپلونو جوړول ، داوبو رسولو دشبکو غځول او دسړکونو  جوړول  او کريړ اچول  شامل دي.
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دملي  پيوستون پروګرام په پنجشير ولايت کې دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې  ٢٣٥ کلي دپرمختيايي پروګرامونو ترپوښښ لاندې  نيولي دي او په دې بريالى شوى دى چې په بيلابيلو برخو کې   د ١١٤ پروژو کار بشپړ او دخلکو استفادې ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته