امنیت

په بدخشان کې د پولیسو پر پوستې د وسله والو طالبانو برید په شاه وتمبول شو

فیض اباد / د کب / ۲۸/ باختر
د وسله والو طالبانو برید تېره شپه د بدخشان ولایت د بهارک په ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستې په شاه وتمبول شو. د بهارک ولسوال عبدالعلیم همدرد د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغو وسله والو طالبانو د بهارک ولسوالۍ د دشت فراخ په سیمه کې د پولیسو پر پوستې برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول .
هغه وویل چې په دغه برید کې طالبانو ته د سر دروند زیان اوښتی دی خو تر اوسه یی شمېر نه دی معلوم.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې دوه پولیسان شهیدان او پنځه نور ټپیان شول.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته