امنیت

دهېواد په بېلابېلوسيمو کې داته پنځوسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر دغبرګولي  څليرويشتمه
لکه  څنګه چې زموږ هېوادوال خبر دي دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس او دهېواد دوسله وال  پوځ اعلي سرقوماندان محمد اشرف  غني له لارښوونې سره سم دروژې دمبارکې مياشتې له  ٢٧ نيټې  څخه دنيکمرغه  کوچني اختر تر پنځمې  ورځې پورې  يو اړخيزاوربند اعلام شوى دى او دهېواد دفاعي اوامنيتي ځواکونو ددښمن پرخلاف  خپل ټول  تعارضي عمليات  ځنډولي او دتدافعي  حالت يې غوره کړي دي .
دملي دفاع وزارت دوياند ددفتر له لارې باختراژانس ته په رسيدلي خبرپاڼه کې  ويل شوي دي  دتيرو  ٢٤ ساعتو په بهير کې  ددښمن له خوا  دغزني ،فراه ، بدخشان ، ميدان وردګو ، او دزابل په ولايتونوکې دملي اردو په پوستو درې يرغليز بريدونه او درې مورده مستقيمې ډزې  شوي دي په مقابل کې دملي اردو زړورو او سرښندونکو  ځواکونو دځان ددفاع لپاره متقابلې ډزې کړې دي چې له امله يې  دغزني ولايت  دمقر او اندړو  په ولسواليو کې  څلور ديرش تنه ډار اچوونکي  وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي دي او دغه ر از درې موټرونه او شپاړلس   موټرسايکلونه له منځه وړل شوي دي .
دفراه ولايت پرچمن  په ولسوالۍ کې  يوولس تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ١٩ تنه نور ټپيان شوي دي او دميدان وردګو ولايت دنرخ په ولسوالۍ کې  شپږ تنه ډاراچوونکي وژل شوي او يوموټرله منځه وړل شوى دى .
دغه راز دبدخشان ولايت دجرم په ولسوالۍ کې  اته تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ٧ تنه نور ټپيان شوي دي او دزابل ولايت د نو بهار په ولسوالۍ کې  يو ډار اچوونکي ووژل شوي اوشپږ تنه نور ټپيان شوي دي .
دهېواد هوايي  پوځ دننګرهار ولايت داچين په  ولسوالۍ کې  دداعشيانو دوسلو او مهماتو په يوې ډيپو  بريد کړى دى چې  له امله يې يوه اندازه وسله او مهمات له منځه وړل شوي او درې تنه داعشيان وژل شوي دي .  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته