امنیت

يووسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور طالبان ونيول شول.

کابل  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٥ :
دلوګرولايت په مربوطاتو کې تيره شپه يووسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور طالبان ونيول شول.
په  لوګرولايت کې دامنيتي ځواکونو دهمغږي مرکز باختراژانس ته خبرورکړ.
دلوګرولايت دبره کي برګ ولسوالۍ په قلعه جابرکې دوسله والو طالبانو  او دامنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې  يو طالب ووژل شو او دقوماندان رفيق مرستيال  محمدالله اوداړوندې ډلې غړي حميدالله   چې ټپيان شوي وو ونيول شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل،   ټپي طالبان دپوليسو له خوا  ددرملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي دي.
خبرځاى  زياته کړه: په دې نښته کې چې درې ساعته روانه وه امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته