نړۍ

دجنوبي کوريا په انتخاباتوکې د بان کي مون احتمال کانديدل

 سيول ايرنا باختردغبرګولي د مياشتې ٦ :
د ملګرو ملتو دسازمان دسرمنشي په توګه دبان کي مون کاري دوره دروان  ميلادي کال په ورستيوکې پاى ته رسيږي او د جنوبي کوريا دجمهوري رياست په انتخاباتوکې د ده دکانديدو په باب آوازې  زياتې شوې دي.
د ايران د دولتي خبري آژانس دخبرله مخې:  بان کي مون  په پام کې لري چې  خپل ټاټوبي ته شپږ ورځني سفر پيل کړي اوپه  جنوبي کوريا کې له يوشمير نړيوالو ټولنو سره  ليده کاته وکړي.
سره له دې چې بان کې مون په دې سفر کې  نه  غواړي   د جنوبي کوريا د  حکومت له سياسي مقاماتو سره وګوري خو د ده سياسي راتلوونکى په دې سفر کې درسنيو دپاملرنې  وړ دى او د جنوبي کوريا د جمهوري رياست انتخابات هم د ٢٠١٧ ميلادي کال د دسمبر په مياشت کې به د ملګرو ملتو په سازمان کې د بان کي مون د ماموريت  له پاى ته رسيدو وروسته ترسره شي  .
د جنوبي کوريا د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د بان کي مون دکانديديدو دپلويانو سره سره دسيول ښاروال پارک وون چې د جمهوري رياست په انتخاباتو کې دليبرال ګوند احتمالي کانديد دى ويلي دي؛ ښه ده چې بان کي مون  دملګروملتو دسرمنشي  له پست وروسته  له سياست څخه لرې والى او استراحت وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته