سیاست

يوولس تنه ياغيان ووژل شول .

کابل باختر د تلي  څوارلسمه :
په تيرو  ٢٤ ساعتوکې دافغان امنيتي ځواکونو دګډو تصفيوي عملياتو په بهير کې يوولس تنه ياغي طالبان  ووژل شول .
  دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :   دغه عمليات چې دفراه ، ميدان وردکو ، ارزګان ، زابل ، قندهار ، بدخشان ، کندز او دننګرهار دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوى و ،  يو بل طالب ټپي او شپږ تنه  نور يې ونيول شول .
ددغو عملياتوپه بهيرکې  يوه اندازه چاوديدونکي توکي اوجنګي وسايل هم دپوليسو لاسته ورغلي دي.
دغه راز دپوليسو ځواکونو دکونړ ، سرپل  او دلوګر ولايتونو له مربوطاتو څخه
اوو ه  ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړل
دغه ماينونه  دياغي طالبانوله خوا دورانکارو او تروريستي عملونو دترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته