کابل باختر د زمري دولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې دهيواد د نظامي ښوونځيو سابقه دار معلم ډګروال عبدالمتين د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي .
انالله واناليه راجعون
ارواښاد ډگروال عبدالمتين په نظامي ساحوکې د ښوونې او روزنې له خدماتو سربېره په وروستيو وختوکې دملي تاجر په توګه د خير ښيگنې کارونه هم کړي دي. د ده مړينه يوه ضايعه ده .
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ، دوستانو او دپکتيا ولايت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالى دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ