سیاست

حاجي رفيع الله ګل افغان دکابل ښار د بېلابېلو ناحيو د ځوانانو ستونزې واوريدې.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٥
دمشرانو جرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان نن دکابل ښار دبېلابېلو ناحيو د يو شمېر ځوانانو ستونزې واوريدې.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې يوه تن د نورو په استازيتوب په کابل او د هيواد په نورو ولايتونوکې د نا امنيو د زياتوالى په باب خپله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې امنيتي ارګانونه دې بايد په ټول هيوادکې د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره خوندي او ډاډمن شرايط برابر کړي .
وروسته دسنا مجلس دويم نايب د هيواد په اوسنيو شرايطو کې د ځوانانو د رول په باره کې رڼا واچوله او ويې ويل چې نن ورځ زموږ ځوانان وهڅاندو، د زده کړې خاوندو او په اسلامي او ملي ارزښتونو ژمنو ځوانانو ته اړتيا لري او تاسې بايد د راتلوونکى کال د انتخاباتو په ترسره کولوکې پراخه ونډه واخلئ او په خپلو سيمو کې د رايې ورکوونکو او نوماندانو د امنيت په تامينولوکې د هيواد له امنيتي ځواکونو سره هر اړخيزه همکاري وکړئ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته