امنیت

٤٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٢
امنيتي ځواکونو پرون دهيواد په يوولسو ولايتتونو کې دچاڼيزو عملياتو په بهير کې اته څلويښت تنه ډار اچوونکي طالبان وځپل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ .
امنيتي ځواکونودغه عمليات د زابل،هلمند،پکتيا،لوګر،روزګان ،قندهار، هرات،ننګرهار ،سرپل ،فارياب ،او دتخار دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې اته څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول يو ديرش تنه نور ټپيان او شپاړلس تنه نور ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته