امنیت

په هوايي بريدکې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د ليندى يو ويشتمه :
په فراه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو له امله دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد اقبال باهر د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات د بالابلوک ولسوالۍ په کهنه سيمه کې ترسره شول چې په وژل شويوکسانوکې د وسله والوطالبانو د ډلې يومشهور قوماندان هم شامل دى.
  د باهر د څرګندونو له مخې: دغه هوايي بريد په بالابلوک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ډلې په يوه پټنحي ترسره شو .
ده وويل چې د وسله والو طالبانو ډلې ته د سر د زيان په اوښتو سربېره دياغيانو دوه موټرونه هم ويجاړ شوي دي.
په همدې حال کې د فراه د ولايتي شورا رييسې جميلې اميني په بالابلوک ولسوالۍ کې دغه هوايي بريد تاييدوي، خو د وسله والو طالبانو د سر د زيان شمېر لس تنه بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته