کابل / دتلې ١٥مه /باختر :
دملي دفاع وزارت دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ددفاعي او امنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې د ١٠٢ ډار اچوونکو دوژل کېدو خبرورکړ .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته دخبرپاڼې په لېږلو سره ليکلي دي دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو ديولړ چاڼيزو عملياتو په بهير کې چې دغزني ، ننګرهار ، ميدان وردګو ، کندز ، تخار ، فارياب ، هلمند او روزګان په ولايتونوکې ترسره شول، ١٠٢ ډار اچوونکي ووژل شول او ٧٢نور ټپيان شول . په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ويجاړ شوي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ