سیاست

احمد ضيا مسعود دهيواد له يو شمير کوچنيو ورزشکارانو سره وکتل.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٤
دهيواد يو شمير کوچني ورزشکاران نن داصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس دفوق العاده استازي احمد ضيا مسعود له خوا وستايل شول .
دجمهور رييس دفوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. دغه ورزشکاران چې دولس کلنۍ ته رسيږي دکوريا په هيواد کې په څلورو لوبو کې دبنګله ديش او دجنوبي کوريا ټيمونو ته ماتې ورکړې ده او په کوريا کې يې دفوټبال دنړيوالو سياليو اتلوالى ګټلې ده .
دغه راز دافغانستان دفوټبال دټيم سرښوونکي کارګر ،دکوريا او بنګله ديش دهيوادونو د ټيمونو په وړاندې ددغو ورزشکارانو ميړانه وستايله او ويې ويل چې دغه ورزشکاران په ناڅيزو امکاناتو سره په دې بريالي شوي چې ښه وځليږي او په روحي او فزيکي لحاظ په ښه توګه روزل شوي دي.
دجمهور رييس فوق العاده استازي دهيواد د دولس کلنو ورزشکارانو په ستاينې سره هغو ته په خطاب کې وويل تاسې دهيواد پياوړي ځواک ياست او په دې بريالي شوي ياست چې هيوادته ستر وياړ وګټئ او موږ به له تاسو سره له هيڅ راز ملاتړ څخه ډ ډه ونه کړو .
ده دهيواد د دولس کلنو ماشومانو دفوټبال د ټيم له ښوونکو څخه وغوښتل په هغو سياليو کې چې ددغه فدراسيون له خوا ترسره کيږي ده ته معلومات ورکړي چې د ورزشکارانو د زياتې هڅونې په لاره کې له نږدې د دوى د لوبو ننداره وکړي.
ده همايون کارګر دافغانستان دفوټبال يو وياړ وباله او په دې برخه کې يې د ده زحمتونه بې سارې وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته