امنیت

د طالبانو يرغليز بريد ناکام شو

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
وسله والوطالبانوتېره شپه د نورستان ولايت په وانت وايګل ولسوالۍ ډله ئيز بريدونه وکړل.
د هېواد په ختيځ کې د نورستان امنيتي مقامات وايي چې طالبانو يوځل بيا په وانت وايګل ولسوالۍ پراخ يرغليز بريدونه پيل کړي و .
د نورستان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر له باخترآژانس سره په ټيلفوني اړيکه کې وويل: وسله والو طالبانو تېرماښام د دغې ولسوالۍ په څلورو ساحوکې ډله ئيز بريدونه پيل کړل چې د افغان امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول .
خبرځاى وويل چې د دغو بريدونو له پيل څخه تر اوسه پورې لسګونو تنو وسله والو طالبانو ته په دغې ولسوالۍ کې د هېواد له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې مرګ ژوبله اوښتې ده چې دقيق شمېر يې تر اوسه پورې معلوم نه دى.
اړونده خبرځاى زياته کړه چې اوس هم  خورې ورې نښتې دوام لري او امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې وسله وال طالبان په شا وتمبوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته