ټولنه

د کابل ښار د پمپ ستیشنونو د معیاري کیدو کمېسیون غونډه ترسره کړه

کابل باختر/ دتلې د مياشتې ٢١مه :
د وزیرانو شورا د پریکړې پر اساس د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنیر محمدخان په مشرې په کابل ښار کې د پمپ ستیشنونو د معیاري کیدو کمیسیون غونډه وکړه.
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د بهرنیو چارو وزارت، کابل ښاروالۍ، د سټنډرد ملي ادارې، د سوداګرۍ خونې، د پمپونو د اتحادیې، د ګازو او نفتو د اتحادیې او د نفتو او ګازو د ملي ادارې استازو ګډون کړی و، په کابل ښار کې د پمپ ستیشنونو په وضعیت خبرې او بحث وشو.
د کمېسیون د تېرې غونډې د پریکړې پر اساس، د کابل ښار د پمپ ستیشنونو وضعیت په څلورو کټګوریوکې چې د لومړۍ درجه، دویمه درجه، درېیمه درجه او له ګټګورۍ بهر درجه کې درجه بندي شوي و، د سټنډرډ ملی ادارې له لوري د کمېسیون غړو ته وړاندې شول.
د سټنډرد ادارې او تخنیکي هیئت د راپور پر اساس د کابل ښار ډیری پمپ ستیشنونه غیر معیاري او له کټګورۍ بهر دي چې په خبرداري سربېره یې هم ډیریو لا تر اوسه د معیاري کېدو پر لور کوم مثبت ګام نه دی اوچت کړی چې دغې چارې نه یوازې د پمپ ستیشنونو مالکینو بلکې د سیمې خلکو ته د ممکنه پېښو خطرونه واقع کړي دي.
د پمپ ستیشنونو اتحادیې په کابل ښارکې د پمپ ستیشنونو ستونزې پرځای وبللې او زیاته یې کړه چې د کمېسیون د تخنیکي هیئت تر خبرداري وروسته کابو ۳۰ پمپ ستیشنونو د معیاري کیدو په لور حرکت پېل کړی او که د کمېسیون له لوري غیر معیاري پمپ ستیشنونو ته یو ځل بیا وخت ورکړل شي، نو ممکن ډیر غیر معیاري پمپ ستیشنونه به د معیاري کیدو لپاره کارونه پیل کړي.
د کمېسیون رييس او د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال په کابل ښارکې د غیرمعیاري پمپ ستیشنونو شتون یوه لویه ستونزه وبلله او زیاته یې کړه چې حکومت د پمپ ستیشنونو په معیاري کیدو کې جدي دی؛ د غیرمعیاري پمپ ستیشنونو شتون نه یوازې عامو خلکو بلکې سوداګرو او پانګه والو ته لویې ستونزې رامنځته کولای شي.
لومړي مرستيال د وروستي ځل لپاره تخنیکي هیئت ته دنده وسپارله چې غیر معیاري پمپ ستیشنونو ته د وروستي ځل لپاره خبر ورکړي ترڅو د معیاري کیدو شرایط پوره کړي او د نه پوره کېدو په صورت کې قانوني چلند ورسره وشي. #
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته