چاريکار باختر د تلې پنځمه :
دپروان ولايت پوليسو نن يوتن د ٤٣ کيلوګرامو نشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيوه .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد عالم مخلص باختراژانس ته وويل چې دغه سړى له ٤٣ کيلوګرامه هيروئينو او يو هايکس موتر سره دګلبهار ، جبل السرج په لويه لاره کې دپلټنې په سيمه کې ونيول شو .
ختم- عطاالله _ اکرم