کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې پوليسونن زرکيلوګرامه اپين د څرخي پله په ساحه کې په يو ټيلري موټرکې ترلاسه کړل.
دکورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې معين جنرال بازمحمد احمدي باختر آژانس خبريال ته وويل: زر کيلوګرامه اپين چې په يو ټيلري موټرکې له جلال آباد څخه کابل ښارته ليږدول کيدل؛ دکابل د څرخي پله په دروازه کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د موظفينو لاس ورغلل.
ددغې پيښې په اړوند د موټر چلوونکى چې د لوګر ولايت اوسيدونکى دى؛ نيول شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ