ټولنه

په هرات کې داوسپنې دپټلۍ ديوکارګر دسرغوڅيدل .

کابل باختر دکب  درې ويشتمه :
يوکارګر  پرون دهرات  خواف داوسپنې پټلۍ په پروژې دکار په وخت دبې احتياطۍ له امله سريې له لاسه ورکړ
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دغه کارګر دايمني  ټکو له رعايتولو پرته دايراني کارکوونکي په لارښوونه يې دغوريانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې داوسپنې دپريکولو په دستګاه کې داوسپنې  په ځاى پرځاى کولو بوخت و .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد دباختراژانس خبريال ته وويل ددغې پيښې په اړوند دوه تنه ايراني اتباع  او  دوه تنه افغانان دبې پروايۍ په دليل  نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته