نړۍ

دعراق په پايتخت کې دبريد له امله دسردزيان شمير اتلسو او دټپيانوشمير څلور څلويښتو تنو ته ورسيد .

بغداد باختر د چنګاښ  يو ديرشمه :
  دعراق دپايتخت په ختيځ کې دبغداد الجديده په سيمې  دتيرې شپې دتروريستي  بريد له امله دوژل شويو کسانو شمير اتلسو تنو ته او دټپيانو شمير ٤٤ تنو ته ورسيد .
له دغې تروريستي پيښې  وروسته امنيتي ځواکونو په دې سيمه کې دورته چاودنو دمخنيوي لپاره يوه ځانګړى سخت دريځه طرحه  اجرا کړه .
دبغداد الجديده  په سيمې  دتيرماښام تروريستي بريد په بمونوبار  له يوه موټر څخه په استفادې  سره يوه پلورنځي  ته څيرمه ترسره شواو خبري  منابعو ددغې پيښې په  لومړيو شيبو کې  دپنځو  تنو دوژل کيدو او دشلو تنو نورو ټپي کيدو خبر ورکړى و .
دعراق پايتخت  پرون په بمونو بار له يوه موټر څخه په استفادې سره ديوبل تروريستي بريد ډګر و چې له امله يې درې تنه ووژل شول او دولس تنه نور ټپيان شول .
دغه بريد  دبغداد دختيح په الزعفرانيه سيمه کې او دبنزينو يوه پم ته څيرمه او دفوټبال يوه سيمه ئيز ډګر ته څيرمه ترسره شو . 
ددغو بريدونو ټول قربانيان ملکي وګړي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته