ټولنه

په بغلان کې له وچکالۍ څخه سلګونو زیانمنو شویوکورنیو مرستې ترلاسه کړې

کابل / د لیندی / ۲۰ / باختر
د افغانۍ سرې میاشتې ټولڼې په بغلان کې له وچکالۍ څخه د زیانمنوشویولپاره د مرستې بهیرپیل کړ.
د بغلان د سرې میاشتې رییس ډاکترجان محمد موسی زي د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل : د بغلان د افغاني سرې میاشتې ټولنې د خپل بشردوستانه مرستې په لړکې د هغو شپږ سوه بېوزلوکورنیو سره چې د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وروستیو وچکالیوله امله زیانمنې شوې وې د مرستې د وېشلو بهیر پیل کړ.
هغه زیاته کړه : په دغومرستو کې یو بوری پنځوس کیلویي اوړه ، لوبیا ، وریجې ، غوړي ، بوره ، چای ، مالګه او بېسکویت شامل دی.
د افغاني سرې میاشتې د ټولنې استول شوی هیئت رییس میرعبدالله راسخ وویل چې ټاکل شوې ده په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې په شپږسوه نورو کورنیو د مرستې بهیرپیل شي.
د مرستې یو ګټې اخیستوونکى علي مدد عرفان په خوښۍ سره وویل چې د خلکو اقتصاد په کړنې پورې اړه لري چې له بده مرغه له دوو کلونوڅخه را په دې خوا د پرله پسې وچکالیو په نسبت خلک له اقتصادي ستونزوسره مخ شوي دي
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته