امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
امنيتي ځواکونو په تيروڅليرويشتو ساعتوکې د بېلابېلو فعاليتونو په بهيرکې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو د بلخ، قندهار، زابل ، لوګر، غزني او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې فعاليتونه  ترسره کړل چې له امله يې نهه تنه طالبان ووژل شول؛ لس تنه يې ټپيان او پنځلس تنه نور يې ونيول شول
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو پنځه ويشت ماينونه د لغمان او قندهار د ولايتونو په مربوطاتوکې کشف اوشنډ کړل.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه ماينونه نوى د وسله والو طالبانو له خوا د ورانکارو او ډار اچوونکوعملونو دترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى کړى شوي  و.
ديوبل خبرله مخې: دکابل پوليسو يو تن د يو ديرشو زرو افغانيو د غلا په تور دکابل په پل خشتي کې ونيوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته