سیاست

دافغانستان اونوي زيلاند دبهرنيو چارو وزيرانو وکتل

کابل باختردتلې د مياشتې  ٣  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين  رباني پرون  دملګروملتو دسازمان دعمومي اسامبلې ديواوويايمې غونډې ترڅنګ دنوي زيلاند دبهرنيو چارو له وزير موري  مک کولي  سره په نيويارک کې وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې دافغانستان دبهرنيو چارو وزير له افغانستان سره دنوي زيلاند دهمکاريو په تيره بيا  په افغانستان کې دامنيت دتامينولو په لاره کې ددغه هېواد دځواکونو دقربانيو او په باميانو کې ددغو ځواکونو  دولايتي بيا رغاونې دټيم دکړنو له امله مننه وکړه  .
دبهرنيو چارو وزير دغه راز  په بيلابيلو برخو کې دافغانستان د حکومت دبرياليتوبونو ،دسولې دهڅواوپه دې برخه کې دپرمختګونو او دافغانستان    په باب دبروکسل کنفرانس د جوړولو لپاره دتياري په باره کې معلومات ورکړل او  په لوړه کچه په دې کنفرانس کې دنوي زيلاند دهيئت دګډون غوښتنه وکړه.
وروسته دنوي زيلاند  دبهرنيو چارو وزير څرګنده کړه چې دغه هېواد له افغانستان سره لرغونې اړيکې لري او په اوږدمهالې همکارۍ ژمن دى.
ده  دافغانستان دحکومت دسولې په هڅو کې وروستي پرمختګونه له هيلو   ډک وبلل  او په بروکسل کنفرانس کې دافغانستان لپاره دسترو برياليتوبونو  د هيلې په ترڅ کې يې په دې  کنفرانس کې دخپل  ګډون ډاډ ورکړ.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته