امنیت

دناچاودلو موادو شتون دافغانانو د ژوند پرخلاف جدي خطرونه شته

کابل باختردکب دمياشتې ٢١ :

افغانستان دڅه ناڅه يومليونو ښخ کړي شويو ماينونو اوڅوارلسو مليونو ناچاودلو توکو اومهماتو په لرلو سره تراوسه هم ددغه هيواد يوشميراوسيدونکو ته غير مصوون ځاى ګڼل کېږي ، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښخ شوي ماينونه اوناچاودلې مواد زروګونو تنو وګړو  ژوند ګواښوي  .

مسوولين وايي  لسو کلونو ته اړتياده چې دغه هيواد له ماينونو اوناچاودلو توکو څخه خلاص هيواد اعلام شي .

له پيښوسره دمبارزي رييس ډاکتردايم کاکړ پرون د (مکه ) له ماين پاکولو موسسې سره يو موافقه لاسليک کړ چې هدف يې په افغانستان کې دماين پاکولو دبهيرګړندي کول دي.

ډاکتر کاکړوايي لسو کلونو ته اړتيا ده چې افغانستان دماين له خطر څخه خلاص شي .

ددغه افغاني مقام دڅرگندونوله مخې تراوسه هم دافغانستان په شپږسوه اوولس کېلومتره مربع خاوره کې ډير ماينونه او ډول ډول ناچاودلې مواد شته چې زياته برخه  يې په افغانستان کې دسره پوځ دتيري له وخت څخه پاتي دي او دغه ستونزه زموږ دخلکو دژوندانه په بيلابيلو پړاونو داستوګنې اومهاجرينو څخه نيولي زموږ دبچېانو تر روزنې اودهيواد پرودانۍ سيوري کړي دي اودزيات شمير انسانانو ژوندګواښوي.

دافغانستان دماين پاکولو موسسي رييس ډاکترفريد همايون وايي چې په افغانستان کې  څه ناڅه يومليون ماينونه ښخ کړي شوي دي په داسې حال کې چې دچاوديدونکو اوناچاودلو مهماتو شمير څوارلسومليونو ته رسيږي.

ده په هيواد کې دماين پاکولو بهيربريالي وباله او ويې ويل دوه ويشت کاله مخکې  کله چې په هيواد کې دماين پاکولو پروګرام پيل شو ماين په هرکال کې دڅه ناڅه يو زرو پنځه سوه تنو افغانانو ژوند ګواښاوه ، خواوس دغه  خطر څلويښتو تنو ته کمښت  موندلي دي.

دکارپوهانو په باور له دې چې اړوند مسوولين په هيواد کې دماين پاکولو بهيربريالي بولي خولس کاله مخکې هم مسوولينو ويلي و چې په افغانستان کې دماينونو راټولول لس کاله کارته اړتيالري.

ديادونې وړ ده چې په افغانستان کې ديوماين په شنډولو کې له سلو ډالرو څخه زيات لګښت غواړي په داسې حال کې چې دوسلو دلالان دپلورنې بيه يې ډير زيات بولي .

ويل کېږي  چې افغانستان دنړۍ په کچه دښخ کړي شويو ماينونو ډيري زياتي ځمکې لري په داسې حال کې چې دغه هيواددکاناډا له تړون سره چې دهرډول ماين پيرودنه ، پلورونه  ، توليد او واردول يې منع کړي دي الحاق شوي دي  خو له بده مرغه هره ورځ په سلګونو ماينونه دډيورند له کرښې اخوا دتروريستي شبکو له خوا افغانستان ته ليږدول  کېږي .

که چېري دغه شان دسيسي دوام ومومي سخته به وي چې ترنورو لسو کلونو پوري هم افغانستان له ماين څخه خلاص يو هيواد وبولو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته