امنیت

په هرات کې ددوو چاودنو مخه ونيول شوه .

کابل باختر د ليندۍ اوومه :
په هرات  ولايت کې نن ددوو چاودنو مخه ونيول شوه .
دوه ماينونه چې دشينډنډ ولسوالۍ په لويه لاره کې ښخ کړى شوي وو دملي اردو دځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شول .
دغه ماينونه دانتن پوستې په ساحه کې ښخ کړى شوي و چې دلوى لارې دلومړى لوا دشپږم کنډک دماين پاکولو ټيم دپرسونل له خوا  کشف او شنډ کړى شول .
دهېواد په لويديځ کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانوغوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته  مرګانۍ پيښې  رامنځته کړي خو بريالي نه شول.
ده وويل چې دغه ماينونه دسيمې داوسيدونکو په همکاري نن کشف او شنډ کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته