کابل باختر د تلي اتلسمه :
دبلخ ولايت دعدليې رييس نن سهار له يو وسله وال بريد څخه روغ رمټ پاتې شو . دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شيرجان دراني باختر اژانس ته وويل چې دبلخ ولايت دعدليې رييس سيد جعفر مصباح کله چې له کور څخه دخپل دفتر په لور روان و ، دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا پرې بريد وشو .
ده زياته کړه په دې پيښه کې دبلخ ولايت دعدليې رييس ته زيان نه دى اوښتى خو دهغه دوه تنه ساتوونکي ټپيان شوي دي . ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ