کابل- باختر د سلواغي شپږمه:
دملي اردو او دملي پوليسو دمنسوبينو د چاڼيزو عملياتو له امله پرون شپږ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يو شمېر نور يې ونيول شول .
له ولايتونو څخه په رارسيدلو خبرپاڼو کې ويل شوى دى: ددغو عملياتو په بهير کې چې دکاپيسا ، زابل ، خوست ، پکتيا او د هلمندد ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ شپږ تنه ياغيان هم نيول شوي دي .
دغه راز په دغو عملياتوکې يو کلاشينکوف، د درندو وسلو اوولس ګولۍ، د وسايطو ضد يو ماين او يوه اندازه امونيم نايتريت هم ترلاسه شوي دي .
دغه راز دننګرهار ولايت دملي پوليسو منسوبينو پرون ددغه ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ په لاره کې د وسايطو ضد يو ماين کشف او شنډ کړ .