کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٧
څلور تنه ماين ښخوونکي نن دامنيتي ځواکونو له خوا په کونړ ولايت کې ونيول شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل باختر آژانس ته وويل : په دغو کسانو دهغه ماين د ايښودلو تورلګول شوى دى چې پرون يې دچاودنې له امله دکونړ ولايت د وټه پورې په ولسواکې دملي اردو درې تنه سرتيرې ټپيان کړل.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : دغو کسانو پرخپل جرم اعتراف کړى دى او پيښه تر څيړنې لاندې ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ