ښوونه او روزنه

په لوګر کې دعصري علومو د زده کړې له کورسونو څخه د درې سوو تنو ځوانانو فراغت .

١٤-کابل باختر دمرغومي   نهه ويشتمه

 درې سوه نجونې  اوهلکان  د عصري علومو له زده کړې وروسته نن دلوګر ولايت له تعليمي مرکز څخه  فارغ شول .

   دغو  ځوانانو  په دې تعليمي مرکز کې  ديوې روزنيزې دورې لپاره  انګليسي ژبه او ادبيات  ، کمپيوتري پروګرامونه او له انترنت څخه داستفادې  لارې چارې زده کړې کړي دي .

  دافغانستان دځوانانو دملي او ټولنيزو ارګانونو رييس محمد شفيق  پوپل  چې ددغو روزنيزو دورو  جوړونکي دى  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دوى دکال له پيل څخه تراوسه پورې دلوګر ولايت دمسوولينو  په همکارۍ  په دې بريالي شوي دي  چې يو زرو دوه سوه تنو نجونو اوهلکانو ته  چې دکمزوري اقتصادله امله نشو کولى  په خپلو شخصي پيسو  دعصري  علومو  زده کړې وکړي  په وړيا ډول  د انګليسي ژبې او ادبياتو ، کمپيوتر او له انترنت څخه داستفادې  دچارو  په کارولو کې  وروزي .

  ويل کيږي  چې په کابل کې دامريکا سفارت ددغه تعليمي مرکز  تمويلوونکي  دى .

 دلوګر والي عتيق الله لودين  ددغو ځوانانو  د فراغت په مراسمو کې  په هيواد کې  دليک لوست دزده کړې د کچې  ټيټوالي  دترقي او پرمختګ  په لاره کې  ستر خنډ وباله او زياته يې کړه   چې دى  له خپل  کاري ټيم سره  دځوانانو  دباسواده کولو او دعصري علومو په برخه کې دهغوى روزنې په لاره کې به دپخوا  په شان  هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته