سیاست

مولوي عبدالکبير: خلک پر نظام حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي

کابل/ د مرغومي ١٥ مه / باختر:
د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پروان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو د صافي قوم له مخورو سره په کتنه کې وویل؛ خلک پرنظام حق لري چې په امنیت او سوله کې ژوند وکړي.
د باختر آژانس دخبرله مخې ؛ په دې کتنه کې د صافي شورا غړو متصل کمکى او مولوي عبيدالله شاهد په خپلو خبرو کې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله اوخپلې غوښتنې او وړانديزونه يې د رياست الوزرا لومړي مرستيال سره شريک کړل.
دوی د افغانستان له اسلامي امارت سره د همکارۍ د اعلامولو په ترڅ کې یادونه وکړه چې دوى تل اسلامي امارت ته مشورې ورکولو ته چمتو دي او له هغه څخه ملاتړ کوي.
په همدې حال کې مولوي عبدالکبیر د دوی له ملاتړ څخه قدرداني وکړه او ویې ویل: خلک پرنظام حق لري او د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې خلک په امنیت او سوله کې ژوند وکړي.
د رياست الوزرا لومړي مرستیال څرګنده کړه چې اسلامي امارت د افغانستان د بیارغونې لپاره ډېر پلانونه لري او له خلکو سره د راز همکاريو ته چمتو دی.
هغه ډاډ ورکړ چې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه سره شریک کوي اوهغو ته به په وخت سره رسيدګي وشي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته