کابل باختر د لړم نولسمه
شپږ تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې دنښتو په بهير کې ووژل شول .
دغه جګړې نن مازيګر دڅلورو بجو په شاوخواکې دشاجوي ولسوالۍ سړک ته څيرمه هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې يرغلګرو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
په زابل ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل په دغوطالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دبريد په وخت کې ددوى له خوا ډزې وشوې .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ