ټولنه

په کندز کې په وروستي يوه مياشت کې په زرګونه پاسپورټونه ويشل شوي دي

کابل/ د ليندۍ٢٩مه / باختر:
په کندز کې په تېره يوه مياشت کې څه د پاسه درې زره پاسپورټونه ويشل شوي دي.
دغه ټکى د کندز ولايت د پاسپورټ عمومي مدير مولوي عبدالولي شعيب د باختر د اطلاعاتي اژانس خبريال ته څرګند کړ او زياته يې کړه، چې په دې ولايت کې د پاسپورټ د ويشلو بهير له پيل څخه تراوسه پورې ٣٥٧٧ ټوکه پاسپورټونه په غوښتونکو ويشل شوي دي.
شعيب زياته کړه چې خلکو ته د خدمت کولو لپاره هلې ځلې دوام لري چې د ټولو غوښتونکو غوښتنې وڅېړل شي.
هغه وويل: هغو کسانو ته چې ناروغ ولري، محصل وي او يا هم پاسپورټ يې تمديد ته اړتيا ولري لومړيتوب ورکول کېږي.
د کندز د پاسپورټ عمومي مدير په دغه ولايت کې د پاسپورټ له غوښتونکو غواړي چې په منظم ډول او د مهال ويش له مخې په ټاکلو ورځو د سندونود پړاونو د بشپړولو لپاره د پاسپورټ ادارې ته مراجعه وکړي.
هغه د کندز له خلکوغواړي چې د ټاکلي مهال ويش له مخې نوبت رعايت کړي چې په ټولو غوښتونکو پاسپورټ وويشل شي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته