خبرونهنړۍ

تایوان سره نږدې سمندر او هوا کې د چینایي پوځ د تحرکاتو خبر ورکړل شوی دی

نړۍ، د کب لومړۍ نېټه، بهرنۍ رسنۍ

د روسیې ټاس خبري اژانس نن سه شنبې د تایوان دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ خبر ورکړی، چې د چین د خلکو د ازادۍ د اردو ۲۴ الوتکې دغې ټاپو ته نږدې شوي، چې ۱۱ هغو یې د تایوان فضایي حریم څخه عبور کړی دی.

د دفاع وزارت په خبر پاڼه کې دغه راز راغلي، چې دغو تحرکاتو کې ۸ جنګي بېړیو هم ګډون درلود، چې تایوان تنګي سره نږدې او نورو شاوخوا د سمندر اوبو کې لیدل شوې دي.

تایوان د چین د دغې کړنې په مقابل کې خپل پوځ ته د تیارسۍ امر کړی دی.

تایوان ټاپو چې چین یې خپل ملکیت بولي له ۱۹۴۹ زیږدیز کال څخه ازاد هېواد بلل کېږي او بیجینګ ویلي، چې راتلونکو څو کلونو کې یې له خپلې خاورې سره د یوځای کېدو کلک تکل لري.

د چین او تایوان ترمنځ اړیکې وروسته تر هغې ترینګلې شوې، چې د امریکا د مشرانو جرګې د هغه وخت مشرې ننسي پلوسي د ۲۰۲۲ زیږدیز کال په اګسټ میاشت کې تایوان ته سفر وکړ، هغه څه چې د بیجینګ د (واحد چین) پالیسۍ سره په ټکر کې ‌دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته